قزاقستان کې د وروستیو لاریونو لۀ امله سلګونه نور لاریون کوونکي هم نیول شوي دي 

0
201

قزاقستان کې د وروستیو لاریونو لۀ امله سلګونه نور لاریون کوونکي هم نیول شوي دي 

قزاقي چارواکو ویلي دا له روسیې د ازادۍ تر اخیستلو وروسته په دغه هېواد کې د نارامۍ تر ټولو ستره څپه وه چې دوی یې په کابو کولو بریالي شوي دي.

 

(2022 / 1 / 13  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په قزاقستان کې سلګونه کسان نور هم په نارامیو کې د لاس لرلو په تور نیول شوي دي.

د راپورونو له مخې تازه په تازه شاوخوا ۱۶۰۰ کسان د حکومتي ځواکونو له لوري نیول شوي چې په دې توګه د ټولو نیول شوو کسانو شمېر ۱۲ زره ته رسېږي.

حکومت همدا راز په دې لاریونونو کې د جنایتونو د څېړلو لپاره شاوخوا ۴۰۰ قضیې پرانیستې دي.

قزاقي چارواکو ویلي دا له روسیې د ازادۍ تر اخیستلو وروسته په دغه هېواد کې د نارامۍ تر ټولو ستره څپه وه چې دوی یې په کابو کولو بریالي شوي دي.

اړوند موضوعات: 

قزاقستان کې د وروستیو لاریونو لۀ امله ۲۰۰ کسه وژل شوي او پۀ سلګونو نور ټپیان شوي ديض

حکومت وايي لا هم د ترهګرو او په دې لاریونونو کې د ښکېلو کسانو د نیولو عملیات روان دي.

Leave a reply