قزاقستان کې د وروستیو لاریونو لۀ امله ۲۰ کسه وژل شوي او پۀ سلګونو نور ټپیان شوي ديض

0
113

قزاقستان کې د وروستیو لاریونو لۀ امله ۲۰ کسه وژل شوي او پۀ سلګونو نور ټپیان شوي دي

لاریونونه ډیر ژر په ټول هیواد کې خپاره شول. سیاسي شنونکي وايي، د لاریونو سرعت د هغو خلکو ناخوښي څرګندوي، چې په ۱۹۹۱ کال کې له پخواني شوروي اتحاد څخه د خپلواکۍ له ترلاسه کولو راهیسې د یوه مستبد رژیم لاندې ژوند کوي.

 

(2022 / 1 / 10  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په قزاقستان کې سیمه ییزې رسنۍ راپور ورکوي چې په دغه هېواد کې د تاوتریخجنو لاریونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۰۰ کسان وژل شوي او ۱۰۰ کاروبارونه او بانکونه لوټ شوي دي.

د قزاقستان د روغتیا وزارت د یکشنبې په ورځ وویل چې په قزاقستان کې په وروستیو ناکراریو کې لږ تر لږه ۱۶۴ کسان وژل شوي او ۲۲۰۰ نور ټپیان شوي دي.

د قزاقستان د کورنیو چارو وزارت هم اعلان کړی چې تر اوسه په دغه هېواد کې ۵۱۳۵ کسان نیول شوي او قضايي چارواکو د “بېلابېلو جرمونو” د ترسره کولو په تور له نیول شویو کسانو پلټنې پیل کړې دي.

په همدې حال کې سیمه ییزو رسنیو د قزاقستان د کورنیو چارو وزارت له قوله ویلي، چې لاریونونو شاوخوا ۱۹۹ میلیونه ډالره مالي زیان اړولی دی.

دغه وزارت وايي، شاوخوا ۱۰۰ سوداګريز شرکتونه او بانکونه لوټ شوي او شاوخوا ۴۰۰ موټر له منځه تللي دي.

په قزاقستان کې د تېرې اوونۍ په پای کې د دغه هېواد په لوېدیځ کې د تېلو د بیو د لوړېدو په اعتراض کې لاریونونه پیل شول.

اړوند موضوعات: 

بازداشت رییس پیشین استخبارات داخلی قزاقستان

لاریونونه ډیر ژر په ټول هیواد کې خپاره شول. سیاسي شنونکي وايي، د لاریونو سرعت د هغو خلکو ناخوښي څرګندوي، چې په ۱۹۹۱ کال کې له پخواني شوروي اتحاد څخه د خپلواکۍ له ترلاسه کولو راهیسې د یوه مستبد رژیم لاندې ژوند کوي.

 

Leave a reply