د ناټو غړو هېوادونو یو ځل بیا لۀ روسیې غوښتي چې لۀ ناندریو لاس پۀ سر شي 

0
142

د ناټو غړو هېوادونو یو ځل بیا لۀ روسیې غوښتي چې لۀ ناندریو لاس پۀ سر شي 

خو د ناټو غړو هېوادونو ویلي چې دوی د خلاصو دروازو سیاست مخ ته وړي او د هېڅ هغه هېواد غوښتنه نه ردوي چې په دغه سازمان کې د غړیتوب غوښتونکی وي.

 

(2022 / 1 / 13  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ناټو غړو هېوادونو یو ځل بیا له روسیې غوښتي چې له ناندریو لاس په سر شي.

د ناټو او روسیې ترمنځ په وروستیو مذاکراتو کې بیا هم د اوکراین پر مسئله بحثونه شوي خو پایله نه لري.

امریکا یو ځل بیا پر روسیې غږ کړی چې د ناټو او امریکا پر وړاندې دې له سیاست او مخامخ کېدو یو انتخاب کړي.

د امریکايي چارواکو په وینا روسیه دې خپل دریځ واضح کړي او د غړو هېوادونو حوصله دې نه ازمويي.

روسیې یو ځل بیا ویلي چې په ناټو کې دې د اوکراین غړیتوب نه منل کېږي او د ناټو د پراختیا مخه دې ونیول شي.

اړوند موضوعات: 

مشاور امنیت ملی امریکا: ایالات متحده آمادهٔ مذاکره با روسیه است

خو د ناټو غړو هېوادونو ویلي چې دوی د خلاصو دروازو سیاست مخ ته وړي او د هېڅ هغه هېواد غوښتنه نه ردوي چې په دغه سازمان کې د غړیتوب غوښتونکی وي.

Leave a reply