پیښور کې پولیسو د نشه ی توکو او نورو مجرمانو په ضد عملیات کړي دي

0
171

باغي ټي وي رپورټ
د پيښور په اتو مختلفو سيمو کښې د پولیسو له لوري د لټون او سټرائيک اپريشن ترسره شوی دي، د ۷ نامتو مجرمینو په ګډون ۱۱۱ تنه نیول شوي، ۲۱ تنه غیر رجسټر شوي کرایه دار، ۱۵ تنه غیر قانوني افغانان او ۴ تنه د هوايي ډزو په تور نیول شوي دي.

دغه راز ۳۹ میله پیکا، ۳ میله کلاشینکوفونه، ۲ تمانچې او سلګونه کارتوس ی هم ترلاسه کړي. په یوه کاروایی کې د پیښور پولیسو د نشه ی توکو قاچاق کوونکي او سپلایی کوونکي هم نیولي دي.
پولیس له لوري ۴ هغه کسان ونیول شول چې په دوی تور دې چې د آیس په قاچاق کې ی او سپلایی کولو کې لاس لري، ددې ملزمان څخه یو موټر هم پولیسو ته په لاس راغلې چې د نشه ی توکو د سمګلنګ لپاره به ی کارول، ددې ملزمان د قبضې څخه یو کلو آیس او جعلي روپې هم په لاس راغلي، د پولیسو بیان مطابق دا ملزمان ی نیولي او پلټنې ترې پیل شوي دي.

Leave a reply