د ضم قبایلي سیمو په اړه وزیراعلی په یوه مهمه غونډه کې ګډون کړې دې

0
166

باغي ټي وي رپورټ
د خېبرپښتونخوا وزيراعلي محمود خان په مشرۍ کښې د ضم شووو ضلعو لپاره د صوبائي ټاسک فورس په اړه یوه مهمه غونډه وشوه۔

د اړوندو صوبو وزيرانو، کور کمانډر پيښور، چيف سيکرټري، آئي جي پي او نورو سول او فوځي چارواکو په دې مهمه غونډه کې ګډون اوکړو۔
په غونډه كښې د ضم شويو ضلعو په خاص توګه په شمالي وزيرستان او جنوبي وزيرستان كښې د پرمختيائي پروژو او انتظامي چارو، د انتظامي معاملاتواو نورو چارو تفصيلي غور او ټینګار وشو۔
د خیبر پښتونخوا د وزیراعلی په ټولنیزو رسنیو خپور رپورټ مطابق په دې غونډه کې د شمالي او جنوبي وزيرستان لپاره یو مهم او ښه خبر او زیرط چې په دې دواړو ضلعو کې د اقتصادي فعاليتونو لپاره یو اقتصادي پرمختيايي پلان تيار شو چې دا به زر په دې سیمو کې عملي شي. د منصوبې ترمخه به شمالي وزیرستان کښې په راتلونکو دریو کلونو کښې د ۱۶ اربه روپو په ارزښت ۵۵ پروژې بشپړه شي.
په راتلونکو دريو کلونو کې به جنوبي وزيرستان کې د 24 اربه روپو په ارزښت 57 پروژې بشپړې شي.غونډې ته د شمالي او جنوبي وزیرستان په اړه د ټاسک فورس په وروستۍ غونډه کې د پرېکړو د عمل درآمد په اړه بریفنګ ورکړل شو.
بريفنګ کښې وئيلي شوي چې د ټاسک فورس په وروستۍ غونډه کښې د جنوبي وزيرستان 29 مسلې په ګوته شوې، دا هم اوویل شول چې په دې ستونزو کې ١٧ عامه مسايل هوارې شوي دي، په ١١ مسلو پرمختګ روان دى چې هوارې به شي او د يوې مسلې عملي کول ځنډول شوي دي.

Leave a reply