وزیراعظم او وزیرانو د آی ایس آیی هیډکوارټر دوره کړې

0
113

باغي ټي وي رپورټ
وزيراعظم عمران خان د وفاقي وزيرانو سره د شورو په ورځ د انټر سروسز انټلي جنس سيكرټريټ دوره وكړه چرته چې هغه د قامي سلامتيا، استحكام او خوشحالي لپاره د ادارې د کردار ستائنه وكړه۔
د اې پي پي رپورټ مطابق
وزيراعظم د پاکستان د قامي مفاداتو تحفظ لپاره په مسلکي تيارۍ د اطمينان څرګندونه وكړه۔د وزيراعظم دفتر لخوا جاري شوي بيان ترمخه په دې موقع د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه هم موجود وو۔

ډائريکټر جنرل آئي ايس آئي ليفټيننټ جنرل نديم احمد انجم معززو کسانو ته ښه راغلاست ووايه۔د ملي امنیت او سیمه ییزو تحرکاتو تر بحث وروسته د افغانستان پر روانو حالاتو هر اړخیزې خبرې وشوې.

Leave a reply