په تورخم پوله دې د مزدورانو او ځایی خلقو ستونزې هوارې کړې شي

0
113

باغي ټي وي رپورټ
د تورخم د مزدورانو اتحاديې پخواني مشر فرمان شينواري د جمرود د مزدورانو د اتحاديې له مشر اورنګزيب افريدي سره په لنډي کوتل پريس کلب کې خبري غونډې ته د وينا په مهال وويل چې پخوا به مونږ په اسانۍ سره په تورخم کې له نادرا څخه ټوکن ترلاسه کولى شو او په تورخم پوله تګ راتګ کې يې کومه ستونزه نه وه.

هغوی اوویل چې د څه مودې راهسې د نادرا ادارې ته د خېبر ډپټي کمشنر اته لاکه روپې فنډ هم نه دې ورکړې او هم دا وجه ده چې مزدورانو او ځایی خلقو ته د نادرا اهلکارو له لوري د ټوکن ورکولو لړۍ بنده شوې او مزدوران او ځای خلق په تګ راتګ کې ستونزو سره مخ دي.
ده ووئيل چې اسسټنټ کمشنر لنډي كوتل او ډپټي کمشنر خېبر دې نادرا ادارې ته یاد کړې فنډ ادا كړي ، هغوی اوویل که چرې دا پیسې دوی نه شی ادا کولې نو مزدوران به ددې روپو لپاره نادرا لپاره چنده راجمع کړي.
فرمان شينواري غوښتنه وکړه چې چارواکي دې مزدورانو ته متبادل روزګار ورکړي او که داسې نه وي نو د تورخم په پوله دې مزدورانو ته اجازه ورکړل شي چې له ځانه سره قانوني مالونه راوړي. هغوی اوویل چې مونږ هيڅکله د غير قانوني مالونو ملاتړ نه کوو بلکې غوښتنه يې کوو چې FC او ANF دې داسې کسان ونیسي چې غیرقانوني سامان راوړي.

د مزدورانو اتحادیی مشرانو د خېبر ډپټي کمشنر نه غوښتنه وکړه چې نادرا ته دې دا رقم ورکړے شي تر څو مزدوران له هغه ځايه ټوکن ترلاسه کړي او په پوله تګ راتګ وکړي او خپلو بچو لپاره یو وخت دوه وخت روټۍ وګټي.

Leave a reply