په جمرود کې د نړیدلو بریښنا برجونو د بحالولو لپاره سامان رسیدلې دې

0
176

باغي ټي وي رپورټ
په تیرو ورځو کې د ضلع خیبر په تحصیل جمرود تاریځي سیمې شاګۍ کې بریښنا د درې برجونو له ړنګیدو وروسته کې د برجونود مرمت او بحالولو لپاره د ټیسکو ادراې اهلکارو سامان راوړی دې.
د ټیسکو چارواکو وینا ده چې جمرود شاګۍ کې ددې سامان د برجونو ځای ته رسولو په اړه دوی د ستونزو سره مخ دی. د ټیسکو اهلکارو وینا ده چې د جمرود شاګۍ په سیمه کې ددې سامان د رسولو لپاره دوی سره نفري کمه ده او که ځایی خلق او نور د خیر ښیګړې تنظیمونه مدد وکړي او خپل رضاکار راولیږي نو مرمتي کار به زر پیل او بشپړ شی او لنډیکوتل ته به زر د بریښنا سپلایی بحال شي.

Leave a reply