روسیه وايي چې پر ایران د بندیزونو پر لرې کولو کې پرمختګ رامنځته شوی

0
153

روسیه وايي چې پر ایران د بندیزونو پر لرې کولو کې پرمختګ رامنځته شوی

تر دې وړاندې امریکا هم د خورا لږ پرمختګ خبر ورکړی و، خو المان او برېټانیا یو ځل بیا خبرداری ورکړی چې که ایران فرصت ضایع کړي نو ددغه هېواد لپاره به خورا خطرناکې پایلې ولري. دوی ټینګار کوي چې مذاکرات باید ژر تر ژره پایلې ته ورسېږي.

(2022 / 1 / 8  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

روسیه وایي پر ایران د بندیزونو لرې کولو کې پرمختګ رامنځ ته شوی دی. په نړیوالو ادارو کې د روسیې ځانګړي استازي په تازه څرګندونو کې ویلي چې د وین په مذاکراتو کې پرمختګ رامنځ ته شوی دی او ټول اړخونه په یوه خوله ددې غوښتونکي دي چې پر ایران اقتصادي فشارونه او بندیزونه راکم کړل شي.

هغه وایي هیله مندي شته چې د وین مذاکرات یوې پایلې ته ورسېږي.

اړوند موضوعات: 

امریکا وايي چې ایران سره د اټومي تړون پر سر خبرې ښۀ لوري نه ندي روانې 

Leave a reply