تولیدي فابریکې وايي چې تولیداتو کې یې پنځوس سلنه کموالی راغلی 

0
85

تولیدي فابریکې وايي چې تولیداتو کې یې پنځوس سلنه کموالی راغلی 

د افغانستان د صنعتکارانو ټولنه هم تاییدوي، چې په وروستیو کې بازارونه خراب شوي او ډېری فابریکې اړ شوي چې په تولیداتو کې کموالی راولي.

دوی همدا راز د ستونزو د حل غوښتنه کوي. بلخوا د صنعت او تجارات وزارت وایي دوی له صنعتکارانو سره په اړیکه کې دي او د ستونزو حل ته یې لومړیتوب ورکړی دی.

 

(2022 / 1 / 8  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په افغانستان کې تولیدي فابریکو په خپلو تولیداتو کې پنځوس سلنه کموالی راوستی دی.

په کابل او ولایتونو کې د تولیدي فابریکو مسوولین وایي د بازار د نه موجودیت له امله دوی اړ شوي چې خپل تولیدات کم او د کارکوونکو شمېر راټيټ کړي.

دوی وایي د خلکو اقتصادي وضعیت خراب شوی دی نو توکو ته تقاضا ټيټه ده، ځکه نو اړ دي چې تولیدات کم کړي.

د افغانستان د صنعتکارانو ټولنه هم تاییدوي، چې په وروستیو کې بازارونه خراب شوي او ډېری فابریکې اړ شوي چې په تولیداتو کې کموالی راولي.

دوی همدا راز د ستونزو د حل غوښتنه کوي. بلخوا د صنعت او تجارات وزارت وایي دوی له صنعتکارانو سره په اړیکه کې دي او د ستونزو حل ته یې لومړیتوب ورکړی دی.

د صنعتکارانو ټولنه وایي په افغانستان کې شاوخوا ۴ زره تولیدي فابریکې فعال وې چې سل زره کسان پکې په کار بوخت وو.

Leave a reply