امریکا لۀ ایران سره د خبرو د نسبي پرمحتګ خبر ورکړی دی 

0
133

امریکا لۀ ایران سره د خبرو د نسبي پرمحتګ خبر ورکړی دی 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، له ایران سره د اټومي هوکړې پر بیا احیا خبرې روانې دي او د تېرو اونیو په پرتله لږ پرمختګ رامنځ ته شوی دی.

 

(2022 / 1 / 5  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

امریکا وایي له ایران سره د وېن په مذاکراتو کې لږ پرمختګ رامنځ ته شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، له ایران سره د اټومي هوکړې پر بیا احیا خبرې روانې دي او د تېرو اونیو په پرتله لږ پرمختګ رامنځ ته شوی دی.

هغه په دې اړه نور وضاحت نه دی ورکړی، امریکا داسې مهال د لږ پرمختګ خبر ورکوي چې برېټانیا یو ځل بیا ایران ته د فرصت د کموالي په تړاو خبرداری ورکړی دی.

اړوند موضوعات: 

امریکا وايي چې ایران سره د اټومي تړون پر سر خبرې ښۀ لوري نه ندي روانې 

د برېټانیا لومړي وزیر بوریس جانسون ویلي د مذاکراتو فرصت مخ په خلاصېدو دی او د نورو اقداماتو لپاره تیاری په کار دی.

Leave a reply