قرغزستان کې سخت لاریونونه، ولسمشر یې د حکومت استعفاء منلې

قرغزستان کې سخت لاریونونه، ولسمشر یې د حکومت استعفاء منلې
د فرمان پر بنسټ د لومړي وزیر اوسنی لومړی مرستیال علیخان سمایلوف لنډمهالی لومړی وزیر ټاکل شوی دی او نوموړی به د نوي حکومت تر جوړېدو پورې د دولت چارې پر مخ وړي.
(2022 / 1/ 5 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توقایف وروسته تر هغه د حکومت استعفا ومنله چې په یاد هېواد کې د ګازو او تېلو په نرخونو کې د خورا زیات لوړوالي له امله له تېرو دریو ورځو رارهیسي له ناکراریو سره جوخت لاریونونه روان وو.
راپورونه وایي چې نن ولسمشر توقایف د قزاقستان جمهوریت د اساسي قانون له ۷۰مې مادې سره سم د حکومت استعفا منلې ده.
د فرمان پر بنسټ د لومړي وزیر اوسنی لومړی مرستیال علیخان سمایلوف لنډمهالی لومړی وزیر ټاکل شوی دی او نوموړی به د نوي حکومت تر جوړېدو پورې د دولت چارې پر مخ وړي.






