امر بالمعروف وزارت وایي چې هېڅوک حق نلري د چا شخصي حریم ته داخل شي

امر بالمعروف وزارت وایي چې هېڅوک حق نلري د چا شخصي حریم ته داخل شي
د یادونې ده چې په وروستیو کې ځینې داسې راپورونه خپاره شوي دي چې د ا.ا یو شمېر ټیټ پوړو غړو د خلکو شخصي ټلفونونه پلټلي دي او ځینې یې وهلي ډبولي هم دي.
(2022 / 1 / 5 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان ا.ا د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت وایي چې هیڅوک د چا پر شخصي حریم د تېري حق نه لري.
د یاد وزارت ویاند محمد صادق عاکف ویلي چې ټولو محتسبینو ته یې لارښوونه کړې ده چې د خلکو پر شخصي حریم تېری ونه کړي.
هغه زیاته کړې ده چې که چېرته کوم محتسب د خلکو پر شخصي حریم تېری وکړ، له دندې به لرې کېږي او قانوني چلند به ورسره کېږي.
د یادونې ده چې په وروستیو کې ځینې داسې راپورونه خپاره شوي دي چې د ا.ا یو شمېر ټیټ پوړو غړو د خلکو شخصي ټلفونونه پلټلي دي او ځینې یې وهلي ډبولي هم دي.





