باغي ټي وي رپورټ
په تورخم پوله د پاکستان د ګمرک مامورینو له یوې لارۍ څخه څه باندې سل کیلو ګرامه هیروئین برامد کړي دي.
د تورخم د ګمرک د مرستیال محمد طیب په وینا، د تورخم د ګمرک کارکوونکو د KBL ۲۶۵۲ ډوله لارۍ له پټنځایونو څخه څه باندې ۱۰۰ کیلوګرامه هیروئین ترلاسه کړل. د ګمرک چارواکو لارۍ نیولې او پلټنې یې پیل کړې دي.
په نړيوال بازار کې د نشه يي توکو بيه له يو ميليارد روپیو څخه زياته ده، خالي کانټينر د تورخم له لارې افغانستان څخه پاکستان ته داخل شول چې پکې نشه ی توکي ځای په ځای شوي وو. د ګمرک کارکوونکو موټر نيولی او پلټنې يې پيل کړې دي.
پاکستان کسټم اهلکارو په تورخم پوله نشه ی توکی نیولي دي










Leave a Reply