نن د پیښور او تورخم په لویه لار د خوګا خیل قوم احتجاج دوام لري

0
177

باغی ټي وي رپورټ
د لنډي کوتل بازار کښي د خوګي خیل قوم مشرانو او خلقو د تورخم این ایل سی چارواکو خلاف په دریمه ورځ هم احتجاجي مظاهره کړي ده.

د خوګي خېلو مشرانو او خلکو په لنډي کوتل بازار کې د NLC چارواکو پر ضد د احتجاج په درېيمه ورځ وروسته له دې به د تورخم په پوله د NLC ټرمينل د جوړولو کار ودرول شي، د دې لپاره به د مشرانو سره تر مشورې وروسته خلک د تورخم پوله پرېږدي او احتجاج به جاري ساتي تر څو چې ټولې غوښتنې نه وي منل شوي، د پاک افغان لویه لار به هم تړلې وي.
د این ایل سي جنرل منیجر ریټایرډ کرنل عزیز مشال ریډیو سره خبرو کې ویلي دي چې ددوی په ضد د خوګا خیل قوم احتجاج مناسب نه دې ځکه دوی سره ایف بي آر،این ایل سی یوه لیکلې معاهده لري چې په دې د خوګا خیل قوم زیات مشران راضی وو، هغوی اوویل چې د معاهدې په وخت څو مشرانو په دې معاهده دستخط کولو څخه انکار وکړو خو بیا حکومتي چارواکو فیصله وکړه چې دوی به اوګوري چې زیات خوګا خیل مشران په دې معاهده راضي شی او هم دغسې وشو چې زیات خوګا خیل مشران په دې معاهده راضي وو.
خو بیا بل طرف د خوګا خیل قوم مشر مفتي محمد اعجاز شینواري وایی چې دوی ته هغه معاهده منظوره او قبوله نه ده. هغه وایی چې په کومه شپه چې مونږ معاهده کولو نو سبا له په دې معاهده کې لیکلي خبرې بدلې شوې وې او دا معاهده د قوم په زیان کې وه نو ځکه مونږ ددې معاهدې څخه انکار وکړو. هغه اوویل چې د خوګا خیل قوم په زیان کې معاهده دوی ته منظوره او قبوله نه ده.

Leave a reply