افغان پولې ته نیږدې؛ روسیه او تاجکستان ګډې همکارۍ ډېروي
پوتین ویلي چې تاجکستاني پوځیانو ته به لا ډېرې وسلې او تجهیزات ورکړي او هڅه کوي د هر ډول احتمالي خطر پر وړاندې پر وخت اقدام وکړي.
(2021 / 12 / 28 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
روسیې او تاجکستان د افغانستان د روان وضعیت په اړه اندېښنه ښوودلې ده.
د راپورونو له مخې د روسیې ولسمشر ویلاديمیر پوتین له خپل تاجکستاني سیال امام علي رحمان سره غږېدلی او د روان وضعیت په اړه یې بحثونه کړي دي.
پوتین ویلي چې دوی له افغانستان سره د تاجکستان پر پوله تمرکز ډېروي او په خبره یې پولې ته نږدې تحرکات او وضعیت ورته د اندېښنې وړ دی.
پوتین ویلي چې تاجکستاني پوځیانو ته به لا ډېرې وسلې او تجهیزات ورکړي او هڅه کوي د هر ډول احتمالي خطر پر وړاندې پر وخت اقدام وکړي.
اړوند موضوعات:
روسیې او تاجکستان افغان پولې ته نیږدې نظامي تمرینات پیل کړي دي
د روسیې ولسمشر همدا راز ویلي چې ځینې ترهګرې ډلې غواړي په مرکزي اسیا کې د خپل نفوذ هڅه و ازمويي نو له همدې امله یې پر وړاندې پر وخت او دقیق غبرګون په کار دی.










Leave a Reply