ایران وایي له امریکا د بندیزونو د لرې کولو غوښتونکی دی

ایران وایي له امریکا د بندیزونو د لرې کولو غوښتونکی دی
هغه ددې ناورین په اړه نور معلومات نه دي ورکړي، خو تر دې مخکې امریکا ویلي چې که مذاکرات نتیجه ور نه کړي د ایران پر وړاندې په هر ډول اقدام لاس پورې کولی شي.
(2021 / 12 / 28 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
تازه بیا هم د امریکا او ایران ترمنځ مذاکرات پیل شوي دي، خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر وایي دوی په لومړي سر کې د دې غوښتونکي دي چې امریکا پر ایران لګول شوي بندیزونه لري کړي او دغه هېواد وکړی شي خپل تېل په ازاده توګه په بازارونو کې وپلوري.
د عبداللهیان په خبره د بندیزونو له لرې کولو پرته دا هېڅ امکان نه لري چې له امریکا سره دې په مذاکراتو کې پرمختګ راشي.
بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي ویلي د مذاکراتو لپاره یوازې څو اونۍ فرصت شته دی، تر هغه وروسته به سیمه له بې مخینې او سخت ناورین سره مخ شي.
اړوند موضوعات:
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې ایران لا هم وخت لري چې اټومي تړون ته راوګرځي
هغه ددې ناورین په اړه نور معلومات نه دي ورکړي، خو تر دې مخکې امریکا ویلي چې که مذاکرات نتیجه ور نه کړي د ایران پر وړاندې په هر ډول اقدام لاس پورې کولی شي.






