روسیې او تاجکستان افغان پولې ته نیږدې نظامي تمرینات پیل کړي دي

0
97

روسیې او تاجکستان افغان پولې ته نیږدې نظامي تمرینات پیل کړي دي

ددې نظامي تمریناتو هدف له افغانستان د احتمالي خطرونو د پېښېدو مخنیوی ښوودل شوی دی.

دمګړی زرګونه روسي سرتېري په تاجکستان کې له افغان پولې سره څېرمه په بېلو بېلابېلو نظامي اډو کې ځای پر ځای شوي او د تدابیرو د لا سختېدو خبره شوې ده.

 

(2021 / 10  / 18   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

روسي او تاجکستاني سرتېرو له افغان پولې سره څېرمه نظامي تمرینات پيل کړي دي.

د راپورونو له مخې تاجکستان او روسیې په ګډه له افغان پولې سره څو ځایه ګډ نظامي تمرینات پيل کړي دي.

سرچینه کاږي چې په دې نظامي تمریناتو کې شاوخوا څلور زره سرتېرو برخه اخیستې او اووه سوه نظامي تجهیزات هم پکې کارول کېږي.

ددې نظامي تمریناتو هدف له افغانستان د احتمالي خطرونو د پېښېدو مخنیوی ښوودل شوی دی.

دمګړی زرګونه روسي سرتېري په تاجکستان کې له افغان پولې سره څېرمه په بېلو بېلابېلو نظامي اډو کې ځای پر ځای شوي او د تدابیرو د لا سختېدو خبره شوې ده.

 اړوند موضوعات: 

تاجکستان وايي چې د افغانستان له خلکو سره هېڅ راز دښمني نه لرو

که څۀ هم تر دې وړاندې د ا.ا.ا د تاجکستان پۀ ګډون د افغانستان ټولو ګاونډویو او نړیوالو هېوادونو ته ډاډ ورکړی دی چې د دوی لۀ خاورې هېڅ هېواد ته خطر ندی متوجه او دوی به هېچاته اجازه ورنکړي چې لۀ افغانستان څخه نور هېوادونه وګواښي او یا د نورو امنیت ته ګواښ پېښ کړي؛ خو سره لۀ دې هم تاجکستان وېره لري چې د افغانستان لۀ خاورې به د دوی پر ضد ګټه واخستل شي.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د روسیې ولسمشر ولادیمير پوتین هم څو ځلي ویلي ؤ چې د داعش ډله د افغانستان پۀ شمال کې د منسجم کېدو پۀ حال کې ده.

 

Leave a reply