د ملګرو ملتونو د راپور پۀ اساس سږکال ۵۰۰ زره افغانان ایران ته کډوال شوي دي
د ملګرو ملتونو د راپور پۀ اساس سږکال ۵۰۰ زره افغانان ایران ته کډوال شوي دي
د یادونې ده چې واک ته د ا.ا تر رسېدو وروسته د اقتصادي ستونزو له امله ډېری خلکو له هېواده تیښتې ته زړه ښه کړی دی او تر اوسه په زرګونو خلک له هېواده په وتلو توانېدلي دي.
(2021 / 12 / 22 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري د یو تازه راپور په خپرولو سره ویلي چې د ۲۰۲۱ میلادي کال له پیله تر اوسه پورې ایران ته لږ تر لږه ۵۰۰ زره کسان کډوال شوي دي.
د یادې ادارې په خبره، د افغان کډوالو د وضعیت ارزولو لپاره ایران ته تللي پلاوي په دغه هېواد کې له افغان کډوالو سره د زیاتو مرستو چمتو کولو غوښتنه کړې ده.
د دغې ادارې په خبره، دوی له ایراني چارواکو سره په هغه هېواد کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه چې د ایران په کمپونو کې اوسېږي خبرې کړې دي.
دغې ادارې ټینګار کړی دی چې نړیواله ټولنه باید د افغان کډوالو د کوربتوب له امله د ایران د خلکو او حکومت ملاتړ ته دوام ورکړي.
اړوند موضوعات:
لۀ ایران څخه هره ورځ سلګونه افغانان بېرته افغانستان ته شړل کېږي
د یادونې ده چې واک ته د ا.ا تر رسېدو وروسته د اقتصادي ستونزو له امله ډېری خلکو له هېواده تیښتې ته زړه ښه کړی دی او تر اوسه په زرګونو خلک له هېواده په وتلو توانېدلي دي.