لۀ ایران څخه هره ورځ سلګونه افغانان بېرته افغانستان ته شړل کېږي 

0
202

لۀ ایران څخه هره ورځ سلګونه افغانان بېرته افغانستان ته شړل کېږي 

ګڼو افغان مهاجرو ویلي چې ایراني مسولین افغان مهاجر انسانان نه ګڼي او ادعا یې کړې چې په توقیف ځای کې په دې خاطر چې د پولې څخه د تیریدو لپاره یې کرایه نه لري د ایراني مسولینو له لورې وهل شوي او ټکول شوي دي.

 

(2021 / 11 / 12 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

مرستندویه ټولنو ویلي چې ایراني چارواکي هره اونۍ په زرګونو افغان مهاجر له سرحد نه بېرته خپل هیواد ته شړي.

یو شمیر هغو کسانو چې له ایران څخه ایستل شوي رویټرز او فرانس پرس خبري اژانسونو ته ویلي چې د افغانستان پولې ته له انتقالیدو دمخه په ایران کې په ګڼه ګوڼه او توقیف خانو کې ساتل شوي او ایراني مسولینو ورسره بد چلند کړی دی.

اړوند موضوعات: 

هره ورځ لۀ افغانستان څخه ایران ته پۀ زرګونو افغان کډوال ایران ته اوړي

ګڼو افغان مهاجرو ویلي چې ایراني مسولین افغان مهاجر انسانان نه ګڼي او ادعا یې کړې چې په توقیف ځای کې په دې خاطر چې د پولې څخه د تیریدو لپاره یې کرایه نه لري د ایراني مسولینو له لورې وهل شوي او ټکول شوي دي.

د مهاجرت نړیوالې ادارې ویلي چې یواځې په روان کال کې څه دپاسه یو میلیون افغان مهاجر له پولې را اړول شوي دي.

د دې ادارې شمیرې ښيی چې یواځې د اکتوبر د میاشتې په وروستۍ اونۍ کې ۲۸زره افغان مهاجر له ایران شړل شوي دي.

د دغه بنسټ مسولینو چې د افغانستان-ایران پر پوله د د بیرته استول شویو کسانو سره مرسته کوي.

Leave a reply