ټرایکا غونډه کښې د افغانستان په حالت د سختې اندیښنې څرګندونه شوې

باغي ټي وي رپورټ
پرون په پایه تخت اسلام آباد کښې تابیا شوې د روس، امریکا، چین، پاکستان او د افغان پلاوي په ټرایکا پلس غونډه کښې د افغانستان په موجوده حالت ، مالي مشکلاتو او په دې هیواد کښې د انساني بحران د خطر په اړه د اندیښنو څرګندونه شوي ده.
پرون د زیارت په ورځ تابیا شوې د ټرایکا غونډې په پای کې یوه ګډه اعلامیه هم خپره شوې ده . د خبرپاڼې له مخې، تریکا پلس په افغانستان کې د ناوړه بشري او اقتصادي وضعیت په اړه ژوره اندیښنه څرګنده کړه او د افغان اولس د حمایت او دوی سره د اړیکو ساتلو باندې ی زور ورکړو.
د خبرپاڼې له مخې، په دې غونډه کې د افغانستان په اړه د ملګري ملتونو د سلامتي کونسل د هغو پرېکړه لیکونو یادونه وشوه، چې د افغانستان ملي حاکمیت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوۍ او د سیمې د ثبات او همغږۍ لپاره ګټورې دي.
د جیو نیوز یو رپورټ ترمخې د غونډې ګډون والو د افغانستان ته راتلونکو او د افغانستان نه واپس تلونکو کسانو ته د خوندي لارو د برابرولو په برخه کې د طالبانو د ژمنې هرکلی وکړو او د ژمي په پيلېدو سره يې په ټول هېواد کې د هوايي ډګرونو د جوړولو په برخه کې د چټک پرمختګ غوښتنه هم وکړه چې په دې هیواد کښې د سوداګرۍ هلې ځلي پیل وي او په هیواد کښې بشري مرستې هم افغان اولس ته ورسول شي.
د رپورټ مطابق د غونډې ګډون والو په طالبانو و غږ وکړ چې د افغانانو سره د یوه جامع او نماینده حکومت په جوړولو کار وکړي چې د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی ولري او دا حکومت د افغانستان په ټولو برخو کې د ښځو او نجونو برابر حقونه ورکړي.
د ټرایکا پلس په دې غونډه کښې په افغانستان کې وروستي ترهګریز بریدونه په کلکو ټکو وغندل شول او په طالبانو یې غږ وکړ چې له ټولو نړیوالو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي، د ترهګرۍ ډلې له منځه یوسي او په هېواد کې دې هیڅ ترهګریز سازمان ته د فعالیت اجازه ورنه کړي.
افغانستان ته د نړیوالې ټولنې له خوا د بشري مرستو د سمدستي رسولو هرکلی هم وشو او د اقتصادي ناورین یادونه وشوه او د بشري ناورین او له خطر سره د کډوالو د نوې څپې د احتمال په اړه جدي اندېښنې څرګندې شوې.
په دې غونډه کښې په طالبانو غږ وشو چې له بحران سره د مقابلې لپاره دې په افغانستان کې د ښځو کارکونکو په ګډون بشردوستانه مرستو ته بې له خنډه لاس رسی یقیني کړي.
یاده دې وی چې د افغانستان څه ۹.۵ ملیادر ډالر د امریکا له اړخه کنګل شوي دي، افغانستان او نور ګاونډي هیوادونه بیا بیا ددې کنګل شوو ډالرو افغانستان ته د ورکول غوښتنه کوي چې افغان حکومت وکولې شي چې خپلې مالي ستونزې هواري کړي خو تراوسه پورې ددې کنګل شوو ډالرو په اړه د نړۍ او د امریکا څه بیان نه دې راغلې چې دا کنګل شوي پیسې به کله افغانستان ته حواله کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له اړخه په دې غونډه کښې د خوشحال او یو پرامن افغانستان دریځ یو ځل بیا تکرار شوي دې او ویل شوي دي چې پاکستان یو خوشحال او پرامن افغانستان په حمایت او ملاتړ کښې دې.
Good to address Troika Plus Meeting in Islamabad today. The meeting reflects our common desire to see a peaceful, stable, unified, sovereign & prosperous Afghanistan; a shared responsibility. Reaffirmed PM @ImranKhanPTI’s resolve to help Afghanistan on its path towards prosperity pic.twitter.com/Gl5WmyoRZn
— Shah Mahmood Qureshi (@SMQureshiPTI) November 11, 2021






