پاکستان مسلم لیګ ق تل د حکومت ملاتړ کړې دې: طارق بشیر چیمه

0
89

باغي ټي وي رپورټ
د هاوسنګ وفاقي وزیر طارق بشیر چیمه په یو بیان کښې ویلي دي چې ددوې ګوند به د پي ټي آیی حکومت سره د الیکټران ووټنګ مشین په اړه خبرې او ددې مشین لپاره په قانون جوړولو خبرې اترې وکړي چې په ملکي نظام کښې ښه والې رامنځ ته شي.

د اې پي پي یو رپورټ مطابق وفاقی وزیر طاق بشیر چیمه چې د یو شخصي ټي وی شبکې سره ی خبرې کولې اوویل چې د پاکستان مسلم لیګ ق همیشه په ایوان کښې د حکومت له اړخه وړاندې کړي بلونه حمایت او ملاتړ کړې دې او زمونږ ګوند کله هم د بل مخالفت نه دې کړې.
هغه اوویل چې د پاکستان مسلم لیګ نه او د پاکستان پیپلز پارټۍ لارښودو سره ی کوم پټ ملاقاتونه نه دي کړي خو مسلم لیګ ق د اسمبلۍ د غونډې په مهال د اپوزیشن ګوندونو د مشرانو سره ملاقاتونه کوي.
هغوی اوویل چې د پاکستان اولس ته ریلیف او اسانتیاوي ورکول په کار دي او ددوی له اړخه به د راوروان کال نه انتخابي کمپاین پیل شي.

Leave a reply