د خوړو نړۍوال پروګرام ویي چې افغانستان بشري ناورین ته نیږدې شوی دی

د خوړو نړۍوال پروګرام ویي چې افغانستان بشري ناورین ته نیږدې شوی دی
د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د روان اقتصادي وضعیت په اړه هم اندېښنه ښوودلې ده او وايي، همدا اوس په دغه هېواد کې له هرو لسو وګړو اته کسه يې پوره خواړه نه لري.
(2021 / 12 / 20 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
افغانستان له بشري ناورین ته نیږدې شوی دی. د خوړو نړیوال پروګرام ویاند په تازه څرګندونو کې ویلي چې په افغانستان کې شاوخوا ۲۳ میلیونه وګړي خوړو ته اړتیا لري او له لوږې سره مخ دي.
د سرچینې په خبره دوی په افغانستان کې خپل عملیاتي اقدامات ډېر کړي دي، خو بیا هم که نړیوال مرستندویه بنسټونه پر وخت مرستې او اقدامات ترسره نه کړي نو افغانستان به له بشري ناورین سره مخ شي.
د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د روان اقتصادي وضعیت په اړه هم اندېښنه ښوودلې ده او وايي، همدا اوس په دغه هېواد کې له هرو لسو وګړو اته کسه يې پوره خواړه نه لري.
اړوند موضوعات:
ازبکستان پۀ نړۍواله ټولنه غږ کړی چې لۀ افغانستان د بشري ناورین د مخنیوي لپاره مرستې وکړي
سرچینه همدا راز وایي که وضعیت همداسې دوام وکړي نو ښایي روان ژمی شاوخوا ۳،۵ میلیونه افغان ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ شي.






