ازبکستان پۀ نړۍواله ټولنه غږ کړی چې لۀ افغانستان د بشري ناورین د مخنیوي لپاره مرستې وکړي 

0
69

ازبکستان پۀ نړۍواله ټولنه غږ کړی چې لۀ افغانستان د بشري ناورین د مخنیوي لپاره مرستې وکړي 

د ازبکستان بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف په تاشکند کې یوې غونډې ته ویلي، وویل، افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره د افغان ولس سره د مرستو په خاطر خبرو ته نه بلکې جدي اقداماتو ته اړتیا ده.

 

(2021 / 12 / 12    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

د افغانستان ګاونډي هېواد ازبکستان د نړۍ له هېوادونو غوښتي، چې د بشري ناورین مخنیوي لپاره دې له افغانستان سره مرستې وکړي.

د ازبکستان بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف په تاشکند کې یوې غونډې ته ویلي، وویل، افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره د افغان ولس سره د مرستو په خاطر خبرو ته نه بلکې جدي اقداماتو ته اړتیا ده.

په ورته مهال د ازبکستان د یوه ښار والي رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې دوی یو سوله‌ییز، ثابت او د اقتصاد له پلوه نېکمرغه افغانستان غواړي.

د ویلو ده چې ازبکستان د بشري مرستو رسولو لپاره خپلې پولې د افغانستان پر مخ پرانیستې دي او د ملګرو ملتونو ادارو او بشري مرستو سازمانونو ته اجازه ورکوي چې د دې هیواد د هوایي ډګرونو او ریل ګاډو پټلیو څخه په استفادې افغانستان ته مرستې ورسوي.

ازبکستان د سیمې یو له هغو هېوادونو څخه دی چې دمګړۍ له طالبانو سره ښې اړیکي لري او غواړي په کابل کې خپل ډيپلوماتیک فعالیتونه په نورمال ډول مخ ته یوسي.

بل‌خوا برېټانیا په یوه تازه اقدام کې له افغانستان سرهد ۷۵ میلیون پوڼډو د مرستو اعلان وکړ، چې د ملګرو ملتونو یو شمېر بنسټونو له لارې له افغانانو باندې ووېشل شي.

Leave a reply