برېټانیا لۀ افغانستان سره ۷۵ میلیونه پونډه مرسته کړې

0
87

برېټانیا لۀ افغانستان سره ۷۵ میلیونه پونډه مرسته کړې 

د برېټانیا حکومت ویلي، چې دغه مرستې به د ملګرو ملتونو، خوړو نړیوال پروګرام، یونېسف، د کډوالو عالي شورا او ورته نورو خیریه بنسټونو له خوا په افغانستان کې ووېشل شي.

 

(2021 / 12 / 12  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د برېټانیا بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د افغانستان له خلکو سره به د ۷۵ ملیویونو پونډو مرسته وکړي.

د برېټانیا بهرنیو چارو وزیر لیز تراس ویلي، دغه مرسته د جي۷ هېوادونو په غونډه کې اعلان کړه. د هغه په وینا، دغه مرسته چې شاوخوا ۹۹ میلیون ډالر کېږي شاوخوا ۱.۸ میلیون افغانانو ته بسنه کوي.

ویل کېږي، دغه پیسې به د خوراکي توکو، درملو، سرپناه او پاکو اوبو په برابرولو ولګېږي.

د برېټانیا حکومت ویلي، چې دغه مرستې به د ملګرو ملتونو، خوړو نړیوال پروګرام، یونېسف، د کډوالو عالي شورا او ورته نورو خیریه بنسټونو له خوا په افغانستان کې ووېشل شي.

د یادونې ده چې برېتانیا به دغه مرستې په سږ ژمي کې پر خلکو ووېشي.

اړوند موضوعات: 

المپیک له افغان ورزشکارانو سره۵۶۰ زره ډالر مرسته اعلان کړه

تر دې وړاندې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی و، چې که په را روان ژمي کې له افغانانو سره مرستې ونه شي لوی بشري ناورین به رامنځته شي.

Leave a reply