المپیک له افغان ورزشکارانو سره۵۶۰ زره ډالر مرسته اعلان کړه

0
174

المپیک له افغان ورزشکارانو سره۵۶۰ زره ډالر مرسته اعلان کړه

المپیک په داسې حال کې د افغان ورزشکارانو له ټولنې سره د مرستو خبر ورکوي چې نړیوالو بنسټونو په راروان ژمي کې په افغانستان کې د بشري ناورین د رامنځ ته کېدو خبرداری ورکړی.

 

(2021 / 12 / 9 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د دې کمېټې مشر «ټوماس باک» خبریالانو ته ویلي چې د افغانستان اسلامی امارت له افغان ورزشکارانو سره د دوی بشري مرسته منلې او ملاتړ یې کړی.

نوموړي دا څرګندونې د اجرایوي بورډ تر دوه ورځنۍ غونډې وروسته کړې دي.
دا مرستې به د کډوالو‌ په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له خوا پر افغان ورزشکارانو ووېشل شي.

د تېرې اګېست میاشتې په نیمایي کې پر افغانستان د اسلامی امارت له واکمنېدو وروسته، شاوخوا ۳۰۰ افغان ورزشکاران، روزونکي او چارواکي د المپیک د نړیوالې کمېټې په مرسته له افغانستان څخه وایستل شول.

اړوند موضوعات: 

د المپیک نړۍوالې کمېټې ویلي چې افغان اتلان باید د نړۍ هر ډګر کې حضور ولري 

د المپیک د نړیوالې کمېټې مشر ویلي چې د نومبر پر ۱۸ یې په قطر کې د اسلامي امارت له مسولینو سره د پاتې کسانو په ځانګړي ډول د مېرمنو او نجونو په اړه هم خبرې کړې دي.
المپیک په داسې حال کې د افغان ورزشکارانو له ټولنې سره د مرستو خبر ورکوي چې نړیوالو بنسټونو په راروان ژمي کې په افغانستان کې د بشري ناورین د رامنځ ته کېدو خبرداری ورکړی

Leave a reply