غزني کې ۳۰۰ کورنۍ له بریښنا څخه برخمني شوې

0
164

غزني کې ۳۰۰ کورنۍ له بریښنا څخه برخمني شوې

په همدي پرانيست غونډه کې د غزني والي مولوي اسحاق اخندزاده هم ګډون کړي وو او په خپلو خبرو کې وويل چې افغانستان زموږ او تاسو ګډ کور ده او په بيا رغونه کې هم بايد په ګډه کار وکړو او د رسميت پيژندلو په تمه پاتي نه شو.

 

( 2021 / 12 / 9 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د غزني د مرکز اړوند په ارباب کلي کې د یاد ولایت د بریښنا شرکت او د ځایي اوسیدونکو په مرسته د څه باندې (۳) میلیونه افغانیو په ارزښت د یوو ټرانسفارمر په لګولو سره ۳۰۰کورنۍ لۀ برېښنا څخه برخمنې شوې.

دغزني ولايت د بريښنا رئيس مولوي صلاح الدين د یادې پروژې په پرانيسته کې وويل چې په دې پروژه کې تقریبأ درې نيم ميلیونه افغانۍ د برېښتا شرکت لۀ بوديجې څخه مصرف شوې او ۳۰۰ کورنۍ د بریښنا څخه برخمن شول.

په همدي پرانيست غونډه کې د غزني والي مولوي اسحاق اخندزاده هم ګډون کړي وو او په خپلو خبرو کې وويل چې افغانستان زموږ او تاسو ګډ کور ده او په بيا رغونه کې هم بايد په ګډه کار وکړو او د رسميت پيژندلو په تمه پاتي نه شو.
په ورته وخت کې د ارباب د کلی خلک د دولت له دې کار څخه خوښ دي.
ارباب سیمه د غزني ښار شمال لویدیځ لور ته پرته ده چې اوسیدونکي یې تر اوسه له بریښنا څخه بې برخې پاتي وو

Leave a reply