ملګرو ملتونو طالبان لۀ ښځو سره پۀ توپيري چلند تورن کړي دي
په دغه راپور کې له طالبانو غوښتل شوي، چې په خپلو ژمنو ودرېږي او د ښځو حقونو ته درناوی وکړي.
د یادونې ده چې د طالبانو تر راتګ وروسته ګڼ شمېر ښځینه کارکوونکې په کور کېناستې او دغه راز په ټول هېواد کې د نجونو ښوونځي وتړل شول.
(2021 / 12 / 9 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ملګرو ملتونو په خپل تازه راپور کې ویلي، چې طالبان په افغانستان کې له ښځو سره د ژوند په تولو برخو کې توپیري چلن کوي.
ملګرو ملتونو په دغه راپور کې چې پرون چهارشنبه د ډسمبر په ۸مه یې خپور کړی، ویلي یې چې په افغانستان کې د طالبانو له راتګ وروسته د ښځو د حقونو برخه کې شاتګ لیدل شوی دی.
راپور کې ویل شوي، چې که څه هم طالبانو ډاډ ورکړی چې د اسلام په چوکاټ کې به د ښځو حقونو ته درناوی کوي، خو افغانې ښځې او نجونې د خپلو حقونو په برخه د چټکو بدلونونو شاهدانې دي او وضعیت په خرابېدو دی.
ملګرو ملتونو دغه راز زیاته کړې چې د نجونو او ښځو د زدهکړو په برخه کې د طالبانو بدلون او تګلارې د تېرو شلو کالو کې د لاسته راوړنو د له منځه تللو سبب شوې دي.

Leave a Reply