د لاهور د مدیریت او ټکنالوژۍ پوهنتون افغانستان ته ۱۱۰ تحصلي بورسونه ورکوي 

0
275

د لاهور د مدیریت او ټکنالوژۍ پوهنتون افغانستان ته ۱۱۰ تحصلي بورسونه ورکوي 

نوموړي په داسې مهال پاکستان ته سفر کړی او هلته یې د افغانستان د زده‌کړو لپاره پاکستاني چارواکو سره لیدلي، چې د تېرو څلورو میاشتو راهیسې په افغانستان کې دولتي پوهنتونونه تړل شوي پاتې دي.

 

(2021 / 12 / 9  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په کابل کې د پاکستان سفیر وایي، چې د لاهور د مدیریت ټکنالوژۍ پوهنتون افغانستان ته د ۱۱۰ تحصیلي بورسونو د ورکړې ژمنه کړې ده.

منصور خان په خپله ټوېټرپاڼه د ا.ا.ا لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر عبدالباقي حقاني دغه عکس خپور کړی او ورسره لیکلي یې دي، چې د لاهور د مدیریت ټکنالوژۍ پوهنتون د ا.ا.ا د لوړو زدکړو وزیر عبدالباقي حقان ته د افغان محصلینو لپاره ۱۰۰ سکالرشیپونه او استادانو او څېړونکو ته د ډاکټرۍ ۱۰ سکالرشیپونه ورکوي.

د لوړو زده‌کړو وزیر د تېرې یک‌شنبې ډسمبر په ۵مه د یوه پلاوي په مشرۍ پاکستان ته سفر وکړ او هلته یې دپاکستان د لوړو زده کړو کمیټې HEC او دمسلکي اوتخنیکي زده کړو ادارې دمسولینو سره ولیدل.

نوموړي دغه راز په پاکستان کې د افغان محصلینو سره په لیدنه کې هغوی ته توصیه وکړه چې د افغانستان ابادولو لپاره دې خپلو زده‌کړو ته دوام وکړي.

اړوند موضوعات: 

د ا.ا.ا د لوړو زده کړو وزیر د افغان محصلینو د ستونزو د حل پۀ موخه پاکستان ته لاړ 

نوموړي په داسې مهال پاکستان ته سفر کړی او هلته یې د افغانستان د زده‌کړو لپاره پاکستاني چارواکو سره لیدلي، چې د تېرو څلورو میاشتو راهیسې په افغانستان کې دولتي پوهنتونونه تړل شوي پاتې دي.

Leave a reply