په لنډیکوتل کې د خوګاخیل قام لویه احتجاجی مظاهره وشوه
باغي ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په هیډکوارټر تحصیل لنډیکوتل کې د خوګا خیل قام مشرانو د خپلو غوښتنو لپاره یوه احتجاجي مظاهره وکړه.
د احتجاجي مظاهرینو ته په وینا کې معراج الدین شینواری، اسرار شینواری، مفتي محمد اعجاز شينواري او نورو مشرانو وويل چې د خوګا خېلو قوم مشرانو د اين ايل سي چارواکو سره د درې سوه کنالونو د معاهدې خلاف ورزي کړې ده.
هغوی اوویل چې دا معاهده دوی ته نه ده منظوره او په تورخم کې دوی ته د خپل پلار او نیکه په جایداد دا قبضه منظوره نه ده .
مشرانو اوویل چې ددوی په زمکه غیر قانوني کار روان دې چې په کلکه یې غندو او دویم تړون چې د خوګي خیلو قوم د مشرانو سره شوې دې ، د خوګا خیل قوم مشرانو ی ردوي.