امریکا ویلي چې د افغانستان پۀ وړاندې زموږ وروستۍ تګلاره بشر دوستانه مرستې نۀ زیانمنوي

امریکا ویلي چې د افغانستان پۀ وړاندې زموږ وروستۍ تګلاره بشر دوستانه مرستې نۀ زیانمنوي
ویسټ همدا راز وایي چې د بشردوستانه خدماتو، بشري حقونو، اقلیتونو او ښځینه وو د حقونو په اړه یې خپل لیدلوری په واضح توګه د افغانستان له نوي حکومت سره شریک کړی دی او په دې برخه کې نرمښت نشته دی.
(2021 / 12 / 19 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
امریکا وایي په افغانستان کې د بشردوستانه خدماتو په برخه کې فعالو موسساتو ته دې خنډونه نه جوړېږي.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ په تازه څرګندونو کې ویلي، چې په افغانستان کې له ټولو موسساتو، لکه ملګرو ملتونو، نړیوال سره صلیب، د کډوالو نړیوال سازمان او نورو سره په اړیکه کې دي او دوی لا ډېرو بشردوستانه خدماتو ته هڅوي.
د دۀ په خبره دوی ورسره په ځينو مواردو کې خپلې ستونزې شریکې کړې دي، له همدې امله امریکا ددې غوښتونکې ده چې د یادو موسساتو په چارو کې دې مداخله نه کېږي او امریکا یې د بشردوستانه خدماتو بشپړ ملاتړ کوي.
هغه ډاډ ورکړی چې د امریکا پالیسي به هېڅ وخت بشردوستانه خدمات زیانمن نه کړي او په خبره یې فعالیتونو ته یې هېڅ راز خنډ نه جوړېږي.
اړوند موضوعات:
پاک افغان همکارۍ ټولنې له لوري افغان اولس ته بشري مرستې ولیږل شوې
ویسټ همدا راز وایي چې د بشردوستانه خدماتو، بشري حقونو، اقلیتونو او ښځینه وو د حقونو په اړه یې خپل لیدلوری په واضح توګه د افغانستان له نوي حکومت سره شریک کړی دی او په دې برخه کې نرمښت نشته دی.






