د خیبر پښتونخوا په ۱۷ اوولس ضلعو کې نن بلدیاتي ټاکنې کیږي

0
75

باغي ټي وي رپورټ
د خېبرپښتونخوا ۱۷ ضلعو په شمول قبائلي علاقو کښې هم د بلدياتي انتخاباتو لپاره پولنګ نن د دسمبر په 19مه نيټه کيږي ، د ووټ اچونې لپاره ټول انتظامات شوي دي۔

په خېبر ضلع کې هم نن د بلدياتي انتخاباتو لپاره پولنګ کېږي. په خيبر ضلع کې د رجسټرډ ووټرانو شمېر 596,558 دی چې پکې 267,869 ښځې او 328,689 نارينه ووټران شامل دي.
په تحصیل لنډیکوتل کې ټول رجسټر ووټ اچوونکي ۱۶۳۶۰۵ دي، په دې کې ښځینه ووټ اچوونکې ۷۳۴۳۳ او سړي ووټران ۹۰۱۷۲ دي.
خيبر ضلع په 1029 سيټونو ويشل شوي چې پکښې د لنډي کوتل 252، تحصيل جمرود 224 او باړه تحصيل 553 سيټونه شامل دي چې پکښې د زنانو لپاره 147 او د اقليتونو لپاره 147 سيټونه دي، د خيبر ضلعې 180 سيټونو لپاره هيڅ اميدوار د نامزدګۍ کاغذونه جمع نه کړل۔
د خېبر ضلعې له درېو تحصيلونو نه ټول 52 اميدواران د صدارت یعني د تحصیل چیرمین څوکۍ لپاره په سيالۍ کې دي، چې پکې نهه د جمرود، 20 د لنډي کوتل او 23 د باړې تحصيل نه دي.

د ټاکنو لپاره مواد د ټاکنو کمیشن عمله د پولنګ سټیشنو عملې ته ورکوي

Leave a reply