ICO تمه ښودلې چې د افغانستان پۀ اړه د هېوادونو تر منځ همغږي ډېره شي
ICO تمه ښودلې چې د افغانستان پۀ اړه د هېوادونو تر منځ همغږي ډېره شي
ددغه سازمان چارواکو د غونډې تر پیل مخکې په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، دوی تمه لري چې اسلامي هېوادونه له افغانستان سره بشردوستانه مرستې ډېرې کړي او له دغه هېواد سره په بېلو برخو کې همکاري ولري.
(2021 / 12 / 19 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د اسلامي همکاریو نړیوال سازمان وايي تمه لري چې د افغانستان په اړه د هېوادونو ترمنځ همغږي ډېره شي.
ددغه سازمان چارواکو د غونډې تر پیل مخکې په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، دوی تمه لري چې اسلامي هېوادونه له افغانستان سره بشردوستانه مرستې ډېرې کړي او له دغه هېواد سره په بېلو برخو کې همکاري ولري.
د سرچینې په خبره د اسلامي هېوادونو مسوولیت دی چې په افغانستان کې د میلیونونه انسانانو ژوند وژغوري او له دوی سره پر وخت همکاري وکړي. دوی همدا راز ټینګار کړی چې د افغانستان په اړه باید د اسلامي هېوادونو همغږي نوره هم پیاوړې شي او له دغه هېواد سره د پراخو مرستو ژمنه وکړي.
اړوند موضوعات:
سبا د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان غونډه؛ پاکستان یې کوربه توب کوي
ټاکل شوې چې د اسلامي همکاریو نړیوال سازمان خپله اوولسمه غونډه نن په اسلام اباد کې د افغانستان په اړه جوړه کړي. امریکا هم ددې غونډې هرکلی کړی دی.