سبا د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان غونډه؛ پاکستان یې کوربه توب کوي
سبا د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان غونډه؛ پاکستان یې کوربه توب کوي
ټاکل شوې چې نن د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي هم اسلام آباد ته سفر وکړي.
پاکستان همداراز ویلي چې دوی دغې غونډې ته لۀ اسلامي هېوادونو پرته یو شمېر نور نړۍوال سازمانونه هم دعوت کړي دي.
(2021 / 12 / 18 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
پاکستان سبا د افغانستان په اړه د (ICO) د غونډې کوربه توب کوي.
د سازمان د غړو هېوادونو شاوخوا ۱۹ چارواکو اسلام اباد ته سفر کړی دی.
دغه غونډه چې د سعودي عربستان پۀ رهبرۍ رابلل شوې اسلام آباد کې به د افغانستان وروستي سخت بشري وضعت او وروستیو بدلونونو پۀ اړه خبرې وشي.
دغې غونډې ته د ۱۹ بېلابېلو اسلامي هېوادونو غړي رابلل شوي دي.
ټاکل شوې چې نن د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي هم اسلام آباد ته سفر وکړي.
اړوند موضوعات:
د ا.ا.ا وايي چې پاکستان کې د اسلامي همکاریو سازمان غونډه کې ګډون کوي
پاکستان همداراز ویلي چې دوی دغې غونډې ته لۀ اسلامي هېوادونو پرته یو شمېر نور نړۍوال سازمانونه هم دعوت کړي دي.
تر دې وړاندې تاجکستان د شانکهای غړو هېوادونو د افغانستان پۀ اړه د غونډې کوربه توب کړی ؤ.