د الله رضا لپاره خدمت کوم، د ریاکارۍ سخت خلاف یم ، امان علي شینواري
باغي ټي وي رپورټ
په بلدیاتي ټاکنو کې د لنډیکوتل ویلج کونسل شیخ ملخیل ۹ نه د جنرل کونسلر څوکۍ لپاره آزاد امیدوار امان علي شینواري په یو بیان کې ویلي دي چې په علاقه کې د مستحقو غریبه خلقو لپاره ی هروخت آواز اوچت کړې او دوی سره ی بغیر د څه لالچ مرستې کړي دي، هغه اوویل چې د قلم په ذریعه ی د لنډیکوتل اولس ستونزې چارواکو ته په ډاګه کړي دي .
هغه اوویل چې په دې سیمه کې ی د ذاتي ګټې لپاره کار نه دې کړې، خپله ګټه ی شاته غورځولې خو دا اولس د ګټې او حق لپاره ی ی آواز اوچت کړي او د اړوند ادارو افسرانو نه ی هم هروخت د غریب اولس حق غوښتنه کړې ده.
هغه اوویل چې د سیمې ځوانان دده ملاتړ کوي او په ۱۹ دسمبر ټاکنو کې به مې هم دغه ځوانان ملاتړ وکړي او ماته به ووټ راکړي.