کابل کې ناپېژانده وسولوالو یو دیني عالم وژلی دی

کابل کې ناپېژانده وسولوالو یو دیني عالم وژلی دی
د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند د قوس په ۲۷مه د شنبې په ورځ وویل، چې دغه عالم ملا بسم الله شاکر نومېده او د «اسلام د دښمنانو» له خوا وژل شوی، خو ړیلي یې دي چې دوی دغه پېښه په جدي توګه تعقیبوي.
(2021 / 12 / 18 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند عقیل جان عزام تایید کړې چې ناپېژاندو وسله والو په کابل کې یو دیني عالم وژلی دی.
د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند د قوس په ۲۷مه د شنبې په ورځ وویل، چې دغه عالم ملا بسم الله شاکر نومېده او د «اسلام د دښمنانو» له خوا وژل شوی، خو ړیلي یې دي چې دوی دغه پېښه په جدي توګه تعقیبوي.
ویل کېږي چې پېښه د کابل ښار د ۱۷مې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې شوې ده.
دغه عالم په کابل کې د عربي علومو اکاډمۍ د څانګې مشر و.
تر اوسه کوم فرد یا ډلې د دې پېښې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.
اړوند موضوعات:
فراه ولایت کې یو شعیه دیني عالم وژل شوی دی
تېره ورځ د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د پروان سه په سیمه کې یو دیني عالم عبدالسلام عابد په خپل موټر کې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله ټپي شو.





