فراه ولایت کې یو شعیه دیني عالم وژل شوی دی 

0
98

فراه ولایت کې یو شعیه دیني عالم وژل شوی دی 

د فراه لپاره د طالبانو فرهنګي مسوول بدرالدین رسنیو ته ویلي، چې دا پېښه د شنبې په ورځ د قوس په ۲۰مه د فراه ښار د «کرنیزې بانک» په تالار کې شوې ده.

 

(2021 / 12 / 12   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د فراه ولایت سیمه ییز چارواکي تاییدوي چې په فراه کې شیعه عالم شیخ محمد اسماعیل د نامعلومو وسله والو له خوا وژل شوی دی.

د فراه لپاره د طالبانو فرهنګي مسوول بدرالدین رسنیو ته ویلي، چې دا پېښه د شنبې په ورځ د قوس په ۲۰مه د فراه ښار د «کرنیزې بانک» په تالار کې شوې ده.

هغه زياته کړه، چې ناپېژاندو وسله والو دغه عالم په ډزو وژل شوی دى.

د بدرالدين په وينا، ياد کسان پر شيخ محمد اسماعيل له ډزو وروسته له سيمې تښتېدلي دي.

نوموړي وويل چې وسله وال طالبان ددغې پيښې دعاملينو دنيولو لپاره هلې ځلې کوي .

اړوند موضوعات: 

کندز کې د جمعې د لمانځه پرمهال چاودنې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده 

په فراه کې د طالبانو د فرهنګي چارو مسوول ټینګار کوي چې د دغه دیني عالم د وژلو انګیزه لا نه ده معلومه.

د فراه ولايت د طالبانو له خوا تر نيولو وروسته په دغه ولايت کې د وژنو شمېره د اندېښنې وړ لوړه شوې ده.

 

Leave a reply