امر بالمعروف او نهې عن المنکر اداره وايی چې د کابل امنیتي حوزو نظامي منسوبینو ته د زده کړو بهیر پیلوو

امر بالمعروف او نهې عن المنکر اداره وايی چې د کابل امنیتي حوزو نظامي منسوبینو ته د زده کړو بهیر پیلوو
نوموړي زیاته کړې، چې د کابل ښار په ټولو امنیتي حوزو کې د نظامي منسوبینو لپاره یو شمېر لارښوونکي ګمارلي، څو دوی ته له خلکو سره د نېک چلن د څرنګوالي او د دیني فرایضو او احکامو په برخه کې لارښوونه وکړي.
(2021 / 12 / 12 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت وایي، چې د امنیتي حوزو نظامي منسوبینو ته دیني درسونه پیلوي.
د ملي راډیو ټلویزیون د راپور له مخې، د امرباالمعروف وزارت د ازالې او منکراتو رییس مولوي راز محمد د کابل ښار لومړۍ امنیتي حوزې له نظامي منسوبینو سره د لیدنې پر مهال سپارښتنه کړې، چې له خلکو سره ښه چلند او ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.
نوموړي زیاته کړې، چې د کابل ښار په ټولو امنیتي حوزو کې د نظامي منسوبینو لپاره یو شمېر لارښوونکي ګمارلي، څو دوی ته له خلکو سره د نېک چلن د څرنګوالي او د دیني فرایضو او احکامو په برخه کې لارښوونه وکړي






