امریکا کې د توپان لۀ امله د مړو شمېر کې ډیر والی راغلی دی

امریکا کې د توپان لۀ امله د مړو شمېر کې ډیر والی راغلی دی
د امریکا ۹ خبري شبکې راپور ورکړی دی چې د دغه هېواد په کنټاکي ایالت کې د سخت توپان له امله د مړه شویو کسانو شمېر ۱۰۰ ته رسېدلی دی.
راپورونه وایي چې په همدې ایالت کې تر خاورو لوټو لاندې د ۱۰ نورو مړو تر پیدا کېدو وروسته په دغه هېواد کې د وروستي را الوتي توپان له امله د مړو شمېر سلو کسانو ته لوړ شوی دی.
اړوند موضوعات:
امریکا کې سخت توپانونه؛ ۷۰ کسانو پکې خپل ژوند لۀ لاسه ورکړی دی
سکای نیوز ویلي چې دا توپان د امریکا د پلازمینې په ګډون په څو ایالاتونو کې دوام لري خو تر ټولو ډېر زیانمن پکې کنټاکي ایالت دی.
ولسمشر جوبایډن ویلي چې له زیانمنو سره د مرستې لپاره به اړین اقدامات وکړي.






