امریکا وايي چې روسیه به پر اوکراین د برید ستره بیه پرې کړي

امریکا وايي چې روسیه به پر اوکراین د برید ستره بیه پرې کړي
بایډن څرګنده کړې چې ده د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په ټلفوني خبرو کې روښانه کړې ده چې دغه هېواد به پر اوکراین د برید له امله له ویجاړوونکو اقتصادي ستونزو سره مخ شي.
(2021 / 12 / 12 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د امریکا ولسمشر جوبایډن نن په دغه هېواد کې یوې خبري ناستې ته ویلي چې متحده ایالات به د ناټو غړو هېوادونو ته نور پوځیان هم واستوي.
نوموړي دغه راز ویلي چې که چېرته روسیه پر اوکراین برید وکړي نو د خپلې دغې تېروتنې درنه بیه به پرې کړي.
هغه ټینګار کړی دی چې دوی هڅکله د ناټو غړو هېوادونو ته د پوځیانو پر لېږلو فکر نه و کړی خو کله چې روسیه له خپله حده اوړي نو مهمه ده دوی هم خپل اقدامات ډېر کړي.
بایډن څرګنده کړې چې ده د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په ټلفوني خبرو کې روښانه کړې ده چې دغه هېواد به پر اوکراین د برید له امله له ویجاړوونکو اقتصادي ستونزو سره مخ شي.
اړوند موضوعات:
امریکا: وخت رارسېدلی چې پر اوکراین د برید مخنیوی وکړو
په همدې حال کې جې اووه هېوادونو هم ورته پیغام روسیې ته لېږدولی دی او زیاته کړې یې ده چې پر اوکراین برید به بې ځوابه پاتې نه شي.





