کندز کې د جمعې د لمانځه پرمهال چاودنې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

کندز کې د جمعې د لمانځه پرمهال چاودنې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده
کندز ولایت خان آباد ولسوالۍ کې د جمعې د لمانځه پر مهال چاودنه شوې، ویل کېږي چاودنه ډېره زوروه وه او لسګونه کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
(2021 / 10 / 8 نېټه باغي ټلویزیون)
کندز ولایت خان آباد ولسوالۍ کې د جمعې د لمانځه پر مهال چاودنه شوې، ویل کېږي چاودنه ډېره زوروه وه او لسګونه کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه چاودنه د شعیه مذهبو پر مسجد د جمعې د لمانځه د اداء کولو پر وخت شوې ده.
له سیمې ځايي اوسېدونکي وايي چې لږ تر لږه یاده چاونه کې سل کسه وژل شوي او د دوه سوه کسانو په شا و خوا کې ټپیان شوي دي.
دولتي چارواکو او امنیتي مسؤلینو په دې اړه رسنیو ته تر اوسه څۀ ندي ویلي او نۀ هم کومې ډلې د دغې جاودنې مسؤلیت منلی دی ؛ خو تر دې وړاندې دغه ډول چاودنې د داعش ډلې ترسره کړې وې.
دا طالبانو واک ته له رسېدو سره سم دا لومړنۍ غټه چاودنه ده چې په دومره لویه کچه تلفات اړوي، تر دې وړاندې ړاعش ډلې پر طالبانو بریدونه کړي ؤ.
د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته امریکا ویلي ؤ چې ممکن د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته افغانستان د داعش او القاعده پر مرکز بدل شي؛ خو طالبانو بیا دغه څرګندونې رد کړې وې.






