د امریکا د بهرنیو چارو مرستیالې د افغانستان په اړه له پاکستان سره خبرې کړې دي

0
64

د امریکا د بهرنیو چارو مرستیالې د افغانستان په اړه له پاکستان سره خبرې کړې دي

وروسته تر هغه چې د امریکا او پاکستان اړیکې افغانستان کې د ا.ا.ا د بریالي کېدو پر سر اړیکې خړپړې شوې؛ د لومړي ځل لپاره یو لوړ پوړی امریکايي چارواکی پاکستان ته سفر کړی او د افغانستان په اړه ئې د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سره خبرې کړې دي.

 

(2021 / 10 / 8  نېټه باغي ټلویزیون)

وروسته تر هغه چې د امریکا او پاکستان اړیکې افغانستان کې د ا.ا.ا د بریالي کېدو پر سر اړیکې خړپړې شوې؛ د لومړي ځل لپاره یو لوړ پوړی امریکايي چارواکی پاکستان ته سفر کړی او د افغانستان په اړه ئې د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سره خبرې کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې ونډې شرمن پاکستان ته له سفر کولو وروسته په خپلې ټویټر پاڼې لیکلي چې نن مې د پاکستان له لوړ پوړو چارواکو سره اسلام آباد کې د افغانستان پر اړه خبرې وکړې، نوموړې ویلي ” موږ د سیمه ییزو او نړیوالو ستونزو هواري ته ستګې په لار یو” .

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه زیاته کړې چې تېره ورځ یې د پاکستان د ملي امنیت شورا سلا کار معید یوسف سره هم لیدلي او د افغانستان ، امریکا او پاکستان د اړیکو برابرولو په اړه ئې ورسره خبرې کړې دي.

آغلې شرمن د دې سفر په اړه نور څه ندي ویلي؛ خو نوموړې تر دې مخکې د افغانستان او ځینو نورو مسائلو په اړه هند ته هم سفر کړی ؤ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله به له پاکستان وروسته هند ته هم سفر وکړي او هلته به د سوداګرۍ شورا کلنۍ غونډه کې برخه واخلي او دغې شورا ته چې ” د هند د نظریو” شورا نوم ورکړل شوی خبرې وکړي.

تر دې وړاندې د هند لومړي وزیر امریکا ته د سفر پر مهال له امریکا او نړیوالې ټولنې د پاکستان په افغانستان کې د رول په اړه هم ویلي ؤ چې په اړه دې څېړنې وشي.

Leave a reply