امریکا وايي چې افغان حکومت ته مو ثابته کړې وه چې سرتېري باسو

0
193

امریکا وايي چې افغان حکومت ته مو ثابته کړې وه چې سرتېري باسو

د کربي په وینا دوی په سیمه کې له ټولو اړخونو سره دا خبره سپینه کړې وه، چې نور امریکا له افغانستان وځي او افغان پوځ او حکومت ته نه وه په کار چې پر امریکایي ځواکونو تکیه وکړي.

 

(2021 / 12 / 18 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

امریکا وایي دوی پخواني حکومت ته دا ثابته کړې وه، چې هرو مرو به خپل سرتېري له افغانستان وباسي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي د پخواني ولسمشر اشرف غني د ملي امنیت د سلاکار حمدالله محب پر څرګندونو په غبرګون کې ویلي، هغه خبرې ناسمې دي چې ګواکي امریکا د سرتېرو په ایستلو کې جدي نه وه.

د کربي په خبره د دوحې هوکړه د دې پرېکړې واضح ثبوت ؤ او زیاتوي د سرتېرو د ایستلو په اړه یې له افغان حکومت سره هم هوکړه کړې وه.

د کربي په وینا دوی په سیمه کې له ټولو اړخونو سره دا خبره سپینه کړې وه، چې نور امریکا له افغانستان وځي او افغان پوځ او حکومت ته نه وه په کار چې پر امریکایي ځواکونو تکیه وکړي.

اړوند موضوعات: 

 د امریکا پخواني ولسمشر ویلي چې لۀ افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل د امریکا لپاره شرموونکې ماته وه

کربي همدا راز وایي لا هم په افغانستان کې د حکومت د سقوط پر اصلي لاملونو د دوی څېړنې روانې دي او په دې برخه کې ګڼ کمیسیونونه کار کوي.

Leave a reply