جاپان کې یوۀ روغتیايي مرکز کې اورلګېدنه؛ سلګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې

0
226

جاپان کې یوۀ روغتیايي مرکز کې اورلګېدنه؛ سلګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې

د ایالت د اور وژنې ادارې ویلي دي‌ چې اور لګیدنه د ۲۵ دقیقو په دننه کې تر کنټرول لاندې راوستل شوه.

پۀ دې پیښه کې ۱۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی او ۹ تنه نور ټپیان شوي‌ دي‌ چې دد ډیرو روغتیايي حالت ښه ندی.

(2021 / 12 / 17 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د جابان کیودو خبري‌ اژانس د خبر له مخې د اوساکا ښار د کیتاشینچي‌ په سیمه کې د یوې شپږ پوړیزې ودانۍ په څلورم پوړ کې په یو کلینیک کې اورلګیدنه رامنځته شوه.

پیښه په ځايي‌ وخت په ۱۰ بجو او ۲۰ دقیقو رامنځته شوې ده . د اورلګیدنې نه وروسته یو زیات شمیر اور وژنې ډلې سیمې ته ورسیدې.

د ایالت د اور وژنې ادارې ویلي دي‌ چې اور لګیدنه د ۲۵ دقیقو په دننه کې تر کنټرول لاندې راوستل شوه.

پۀ دې پیښه کې ۱۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی او ۹ تنه نور ټپیان شوي‌ دي‌ چې دد ډیرو روغتیايي حالت ښه ندی.

د ایالت امنیتي‌ چارواکو ویلي‌ دي‌ چې د مړو شمیره کیدای شي‌ چې د اعلان شوي‌ رقم نه لوړه شي.

 تر اوسه لا د اورلګېدنې لاما ندی پۀ ډاګه شوی، د پېښې د څرنګوالي پۀ اړه څېړنې پیل شوي دي.

Leave a reply