د افغانستان د فوټسال لوبډلې یوۀ لوبغاړي نن پۀ ایران کې ساه ورکړه

0
182

د افغانستان د فوټسال لوبډلې یوۀ لوبغاړي نن پۀ ایران کې ساه ورکړه

علي عرب زاده په ۲۰۱۹ کال کې د ایران په کوربه توب د اسیا په سیالیو کې د فوټسال د ملي لوبډلې په وړاندې د منلو وړ کارکردګي وښودله او د دغه هېواد د فوټسال لوبغاړي په دغو سیالیو کې دویم مقام خپل کړ.

 

(2021 / 12 / 17 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې لوبغاړی علي عرب زاده په ایران کې مړ شوی دی.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د فوټسال کمېټې مسوولین د هغه مړینه تاییدوي.

خو د دغه لوبغاړي د مړینې د لامل په اړه څه نه دي ویل شوي.

علي عرب زاده په ۲۰۱۹ کال کې د ایران په کوربه توب د اسیا په سیالیو کې د فوټسال د ملي لوبډلې په وړاندې د منلو وړ کارکردګي وښودله او د دغه هېواد د فوټسال لوبغاړي په دغو سیالیو کې دویم مقام خپل کړ.

د فوټسال کمېټې رئيس وویل: “د هغه مړینې موږ ډیر غمجن کړو؛ دا واقعیا سخته ده. “علي عرب زاده د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې یو له تکړه لوبغاړو څخه ؤ، او دا د افغانستان د فوټبال او فوټسال ټولنې لپاره یوه ستره غمیزه ده.”

 

Leave a reply