امریکا لۀ خپل پوځ څخه کابو سل کسه د کرونا واکسین سره د مخالفت وجې لرې کړي دي 

0
245

 امریکا لۀ خپل پوځ څخه کابو سل کسه د کرونا واکسین سره د مخالفت وجې لرې کړي دي 

 د امریکا د پلو سمندري ځواکونو قومندانۍ ویاند جیم ستنګر یادې شوې مجلې سره په مرکه کې ویلي‌ دي‌ چې د طبي‌ او اداري‌  لاملونو له امله تر اوسه پورې ۱۰۰۷ تنو پوځیانو ته د واکسین معافیت ورکړل شوی دی.

(2021 / 12 / 17 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

 د امریکا متحده آیالاتو کې څه باندې ۱۰۰ تنو  پلو ځواکونو سرتیري‌ د کرونا ویروس واکسین سره د مخالفت او د واکسین د نه کولو له امله له دندو لرې کړل شول.

 نوموړو سرتیرو چې د دیني‌ لاملونو له امله د معافیت وړاندیز کړی ؤ وړاندیز يي رد شوی دی.

 د امریکا د مارینا کورپس ټایمز مجلې پۀ دې اړه خپرو شوو خبرونو او ادعاګانو پخلی کړی دی.

 د ویلو ده چې تر اوسه پورې ۱۰۳ تنه سرتیري له دندو لرې کوړل شوي‌ دي.

 د امریکا د پلو سمندري ځواکونو قومندانۍ ویاند جیم ستنګر یادې شوې مجلې سره په مرکه کې ویلي‌ دي‌ چې د طبي‌ او اداري‌  لاملونو له امله تر اوسه پورې ۱۰۰۷ تنو پوځیانو ته د واکسین معافیت ورکړل شوی دی.

  د دیني‌ لاملونو له امله ۲۸۳۶ تنو د معافیت غوښتنه کړې چې د ټولو غوښتنې رد شوې دي.

هغه ویلي‌ دي‌ چې تر ننه پورې یو تن پوځي‌ ته هم د دیني‌ لاملونو له امله معافیت ندی ورکړ شوی، همدارنګه ۳۰۰ تنو سرتیرو چې د معافیت وړاندیز کړی تمه کیږي چې دا هم رد شي.

اړوند موضوعات: 

امریکا کې د کرونا واکسین لګول جبري شول

د یادونې ده چې تېره اونۍ هم د امریکا د هوايي ځواکونو نه ۲۷ تنه پوځیان چې د واکسین د قانون سره مخالفت کړی ؤ او د واکسین کولو نه یې ډډه کوله له دندو نه اېستل شوي‌ ؤ.

 د امریکا پۀ پوځ کې فعاله پوځیانو او یا د کرونا د ویروس د واکسین مخالفینو ته د واکسین کولو او یا د معافیت په خاطر د وړاندیز کولو لپاره د نوامبر تر ۲۸ مې نیټې پورې وخت ورکړل شوی ؤ.

Leave a reply