د سعودي عرب پلاوې پایه تخت اسلام آباد ته رارسیدلي

باغی ټي وي رپورټ
د افغانستان په موجوده صورت حال د پاکستان په پایه تخت اسلام آباد کې په ۱۹ دسمبر تابیا شوي د اسلامی نړۍ هیوادونو د همکارۍ سازمان په غیرمعمولي غونډه کې د سعودي عرب پلاوې اسلام آباد ته رارسیدلې دې.
د اې پي پي رپورټ مطابق د د جمعې په ورځ رارسيدلې پلاوې كښې د سعودي عرب د افغانستان لپاره نماینده او مشر شهزاده عبدالله بن خالد بن سعود الکبير او د پي پي ډيپارټمنټ مشر شهزاده جيلووي بن ترکي شامل دې۔
د رپورټ مطابق په پاکستان كښې د سعودي عرب سفير نواف بن سعد المالکي او د خارجه چارو وزارت اعلی چارواكو د سعودي عرب د پلاوي غړو ته ستړي مشې اوویل .
د یادونې ده چې په اسلام آباد کې د اسلامي نړۍ د هیوادونو د همکارۍ سازمان ددې غونډې بنیادي مقصد هم دادې چې پاکستان اسلامی او نور غربي نړۍ د افغانستان موجوده صورت حال نه خبره کړي او په افغانستان کې د موجوده انساني بحران نه د بچ کیدلو لپاره د اسلامی نړۍ هیوادونه خبر کړي او د افغانستان په اړه اسلامی نړۍ د پاکستان دریځ نه هم خبره کړي او په افغانستان کې د موجوده ستونزو د هوارولو لپاره لارې ولټول شي او په دې ستونزو ټینګار وشي.





