امریکا پرېکړه کړې چې افغان پوځ ته ځانګړې کړې وسلې او مهمات اوکراین ته وسپاري

امریکا پرېکړه کړې چې افغان پوځ ته ځانګړې کړې وسلې او مهمات اوکراین ته وسپاري
امریکايي چارواکو ویلي دا چې افغان پوځ وپاشل شو، نو دوی اړ دي چې د خپلو ملګرو هېوادونو ساتنه وکړي، نو له همدې امله په دې وسلو غواړي اوکراین د روسیې پر وړاندې تقویه کړي.
(2021 / 12 / 18 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
امریکا افغان پوځ ته ځانګړې کړې وسلې او تجهیزات اوکراین ته ورکوي.
والسټرېټ ژورنال ته امریکايي او اوکرایني چارواکو ویلي، دمګړی د امریکا او اوکراین ترمنځ د هغو وسلو پر سر بحثونه او خبرې روانې دي چې افغان پوځ ته ځانګړې شوې وې.
په دې کې الوتکې، ټانکونه او ځینې نور تجهیزات شامل دي.
امریکايي چارواکو ویلي دا چې افغان پوځ وپاشل شو، نو دوی اړ دي چې د خپلو ملګرو هېوادونو ساتنه وکړي، نو له همدې امله په دې وسلو غواړي اوکراین د روسیې پر وړاندې تقویه کړي.
دمګړی د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړو د احتمال خبرونه ورکول کېږي، خو امریکا غواړي د جګړې په صورت کې د اوکراین پوره ملاتړ وکړي.