د پاکستان لومړي وزیر لۀ امریکا غوښتي چې افغانستان کې د بشري وضعت د کنترول لپاره ژر لاس پۀ کار شي

د پاکستان لومړي وزیر لۀ امریکا غوښتي چې افغانستان کې د بشري وضعت د کنترول لپاره ژر لاس پۀ کار شي
په همدې حال کې د پاکستان مخالفو ګوندونو سرمشریزې ته د امریکا د بلنې د رد هرکلی کړی او ټینګار کوي چې له چین سره د پاکستان دوستي د دې هېواد د سیاسي ګوندونو ترمنځ یووالی پیاوړی کړی دی.
(2021 / 12 / 12 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په اسلام اباد کې له امریکايي سناتورانو سره په لیدنه کې ویلي، چې په افغانستان کې د اقتصادي سقوط او د بشري ناورین د مخنیوي لپاره باید هر ډول هڅې وشي.
هغه د شنبې په ورځ، د قوس په ۲۰ مه په افغانستان کې د بدلیدونکي وضعیت په پام کې نیولو سره ټینګار وکړ چې پاکستان او متحده ایالات باید د سولې، ثبات او اقتصادي پرمختګ د ګډو اهدافو د پرمخ بیولو په برخه کې لا ژوره همکاري وکړي.
د پاکستان لومړي وزیر همداراز په سیمه کې د ترهګرۍ په ګډون له امنیتي ګواښونو سره د مبارزې په برخه کې د نږدې همکارۍ پر اهمیت ټینګار وکړ.
عمران خان د دغې لیدنې په مهال وئيلي دي چې د پاکستان او امريکې ترمېنځه ژوره او مضبوطه ملګرتيا په سيمه کښې د امن، سلامتۍ او سوکالۍ لپاره ګټوره او ضروري ده.
امریکايي سناتوران وروسته له هغې له پاکستاني چارواکو سره ګوري چې د امریکا ولسمشر جوبایډن د دسمبر د نهمې او لسمې د ډیموکراټانو له غونډې د پاکستان نوم لیرې کړ.
کارپوهان وايي چې دا کار د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو د ترینګلتیا لپاره جدي پایلې لرلی شي.
په همدې حال کې د پاکستان مخالفو ګوندونو سرمشریزې ته د امریکا د بلنې د رد هرکلی کړی او ټینګار کوي چې له چین سره د پاکستان دوستي د دې هېواد د سیاسي ګوندونو ترمنځ یووالی پیاوړی کړی دی.
اړوند موضوعات:
د پاکستان لومړي وزیر د تاجکستان له ولسمشر سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي
عمران خان په داسې حال کې چې په دغه هېواد کې بشري ناورین لاپسې پېچلی کېږي، په افغانستان کې د امریکا د سمدستي اقدام غوښتنه کړې ده.






