امریکا مېشتي افغانان کولی شي خپلو کورنیو ته پیسې ولېږي؛ طالبان لۀ دغې پرېکړې هر کلی کړی
د راپورونو له مخې، امریکا داسې یوه مقرره جوړه کړې ده چې له مخې یې افغانستان ته د پیسو لېږد او حوالې ته اجازه ورکول کېږي او هغه افراد او موسسې چې د پیسو د استولو په چاره کې دخیل دي پر طالبانو د امریکا له بندیزونو معافېږي.
(2021 / 12 / 12 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د بهرنیو چارو وزارت د امریکا له هغې پرېکړې هرکړی کړی چې له مخې یې افغانستان کولای شي افغانستان ته پیسې ولېږدوي.
د دې وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي، چې طالبان د دې پرمختګ ستاينه کوي او هيله لري چې افغانانو ته د نړيوال بانکي نظام په ټولو برخو کې د لاسرسي حق ورکړل شي.
نوموړي په خپله ټوېترپاڼه لیکلي:
” د امريکا ماليې وزارت له خوا بانکونو ته شپاړسم جنرل لایسنس صادرول يو ښه اقدام دی چې وس بهرميشت افغانان کولای شي خپلو کورنيو ته د ويسټرن يونين، منېګرام او نورو بانکي لارو پيسې وليږي.”
د راپورونو له مخې، امریکا داسې یوه مقرره جوړه کړې ده چې له مخې یې افغانستان ته د پیسو لېږد او حوالې ته اجازه ورکول کېږي او هغه افراد او موسسې چې د پیسو د استولو په چاره کې دخیل دي پر طالبانو د امریکا له بندیزونو معافېږي.
اړوند موضوعات:
روسیې د نړۍوال بانک د هغې پرېکړې هرکلی کړی چې افغانستان ته به ۲۸۰ میلیونه ډالر لېږدوي
د جواز له مخې افغانستان ته د پیسو حواله، که د طالبانو او حقاني شبکې هغه غړي چې نومونه یې د امریکا په تور لېست کې دي هم په کې دخیل وي، خو د حوالې د اجرا لپاره یې د نومونو لیکلو ته اړتیا وي جواز لري، خو په دې شرط چې د حوالې هدف سوداګریز نه بلکې شخصي وي.










Leave a Reply